اسلام آباد۔12نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دي په افغانستان كښې د بې ثباتۍ اغېز په ګرد پاكستان پرېوزي٬ مونږ په افغانستان كښې ټولشموله حكومت غواړؤ بلخوا په افغانستان كښې په انساني الميه اندېښنه هم لرؤ٬ افغانستان 40 ملينه نفوس لرونكې يو ستر هېواد دے٬ د افغانستان په اړه د اقتصاد پوه تازه راپور اندېښنه رامخې ته كوؤنكی دې ، كوچنيان د خوراك ضرورت ترسره كولو لپاره خرڅولې شي٬ نړۍ بايد د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره وړاندې راشي٬ فېك نيوز د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مسئله ده٬ مونږ غواړؤ هغه معلومات چې سفارتونو ته ځي ډیر روښانه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د بېلو هېوادونو سفارتخانو پرېس اتاشيانو سره خبرو كښې وكړه۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل په افغانستان كښې رامخې ته شوې وضعې څخه ګرد پاكستان ځپلې كېږي ٬ دا مهال افغان ولس د بې وزلۍ ژوند کوي٬ اقتصاد پوه په خپل تازه راپور كښې وئيل دي چې افغانستان كښې 23 ملينه وګړي د خوراك كمي سره مخ دي٬ افغانستان كښې د بې وزلۍ صورتحال د لاسه د انساني الميې رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ داسې وېډيوز رامخې ته كېږي په كومو كښې چې دا ښودلې شي چې كوچنيان د خوراك ضرورت ترسره كولو لپاره خرڅولې شي٬ نړۍ له به د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي۔ هغه ووئيل مونږ په افغانستان كښې ټولشموله حكومت غواړؤ خو بل اړخ ته په افغانستان كښې په انساني الميه اندېښنه هم لرؤ۔ هغه ووئيل مونږ په قبائیلي سیمو کښې اوږده جګړه کړې، کله چې مو په قبائیلي سیمو كښې عملیات پیل کړل نو د 40 نه تر 45 زره پاكستاني وګړو افغانستان ته كډه وكړه، دا ټول پاكستاني وګړي دي ٬ بايد دوئي ته د بېرته راتللو موقعه وركړې شي۔ د فېك او جعلي خبرونو ذكر كولو سره چوهدري فواد حسېن ووئيل د ټېكنالوجي زيات كارولو سره د فېك نيوز او جعلي خبرونو مسئله رامخې ته شوه۔ هغه ووئيل په كال 2003ء كښې صدر اوباما هم وئيلي وو چې په اوسني وخت کښې د حکومتونو لپاره ترټولو لويه ننګونه فلو آف انفارمېشن منظم كول دي۔ هغه ووئيل ټول هېوادونه د فلو آف انفارمېشن چېلنج سره مخ دي۔ ټول هېوادونه د قانون سازۍ د لارې په دې مسئله د قابو موندلو هڅه كوي٬ اروپائي ائتلاف ٬ امريكا او برطانيه هم په فېك نيوز او جعلي پروپېګنډه قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د پاکستان میډیا د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په ميډيا كښې د يوې لويې ميډيا په توګه شمېرل كېږي٬ په پاكستان كښې 200 نه زيات ټي وي چېنلز ٬ 2 زره نه زيات وېب سائيټس او يوټيوب چېنلز كار كوي٬ دلته له 1500 څخه زياتې ورځپاڼې او د سلګونو په شمېر اونيزې او مياشتنيزې ورځپاڼې شائع كېږي، نزدې 48 نړيوال نيوز چېنلز په پاكستان كښې كار كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د نوې قانون سازۍ راوړلو هڅه كوؤ٬ د پي اېم ډي اے آئيډيا تجويز كولو مقصد ټول قوانين يو ځائې جمع كول وو٬ د رېګولېشن موجوده مېكنزم لاندې د نيم درجن نه زيات هغه متروك قوانين شتون لري كوم چې عصري غوښتنو سره سمون نه لري٬ دا مهال اوو رېګولېټري باډيز ميډيا ادارې چلوي ٬ دا قوانين د ډيجيټل بدلون نه وړاندې جوړ كړې شوي دي٬ مونږ غواړؤ چې عصري غوښتنو سره د دې همغږي پېدا كړې شي۔ هغه ووئيل په اوسني دور كښې ټېلی ویژن، راديو او ورځپاڼې د موبائل فون برخه جوړې شوي دي ٬ مونږ نن په واټس اپ راتلونكي معلومات ټويټ كوؤ كوم چې راديو ٬ ټي وي او ورځپاڼو ته آسانۍ سره رسي۔ هغه ووئيل هند د پاكستان په ضد په يو شمېر معاملو كښې ناوړه او جعلي پروپېګنډې وكړې٬دا يوازې د پاكستان مسئله نه ده ٬ نور زيات هېوادونه هم دې ډول مسئلو سره مخ دي۔ وفاقي وزير غوښتنه وكړه چې د فېك نيوز خاتمې له بايد په نړيواله كچه هڅې وكړې شي۔ هغه ووئيل مونږ له به د نړيوالو هڅو د لارې د سوشل ميډيا رېګولېشنز او ميډيا تحفظ باوري كول وي۔ هغه ووئيل په نړيواله كچه د رسنیو ضابطه او د ملګرو ملتونو بندیزونه باید شتون ولري دغسې چې د كوم بل هېواد په ضد په سوشل ميډيا كركه رامخې ته كوؤنكې او جعلي خبرونه خپاره نه كړې شي۔ چوھدری فواد حسېن ووئيل د اطلاعاتو وزارت له به په سفارتخانو كښې د اطلاعات څانګې سره اړوند وګړو سره تماس نيول وي۔ د هغه وېنا وه چې د اطلاعاتو وزارت د پاكستان په لويو وزارتونو كښې يو دے٬ اېکسټرنل پبلسټی ونګ د اطلاعات وزارت يوه مهمه اداره ده٬ د پاكستان نكته نظر بهرنۍ نړۍ كښې وړاندې كول او د عالمي ميډيا نه باخبره پاتې كېدل د اے پي ونګ تر ټولو لومړو ذمه وارو كښې شامل دي
په افغانستان كښې د بې ثباتۍ اغېز په ګرد پاكستان پرېوزي٬ مونږ په افغانستان كښې ټولشموله حكومت غواړؤ٬ د افغانستان په اړه د اقتصاد پوهه تازه راپور اندېښنه رامخې ته كوؤنكی دې، نړۍ بايد افغان اولس سره مرستې لپاره وړاندې راشي، چوھدری فواد حسین
مضمون کا ماخذ : apostas quina