لندن 27ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د برتانيې د فارن افيئرز او د ډيفنس كمېټو مشران ملاقات كښېد افغانستان د صورتحال او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هند لخوا د جاري ظلمونو تفصيلاتو نه خبر كړې شوې دي٬ په برتانيه كښې مېشته 16 لکه پاکستاني نژاد برتانوي وګړي د دواړو هېوادونو اړيكې مستحكمولو كښې اهم كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په لندن كښې په پاكستاني هائي كمېشن كښې د پي ټي آئي برتانيه پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع د پاکستان تحريک انصاف د تنظيمي او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د تحريك انصاف پلاوي د خارجه وزير په لندن كښې هركلے وكړو٬ دوئي پاكستان د رېډ لسټ څخه اوباسلو لپاره د خارجه وزير د ستړو ستائنه وكړه۔ پلاوي دا مريكې په كاميابه دوره خارجه وزير له مباركي وركړه۔ په دې موقع شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان برتانيه سره په ګڼ آړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د برتانيې د فارن افيئرز او د ډيفنس كمېټو مشرانو سره په ملاقات كښې هغوي د افغانستان د صورتحال او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هند لخوا د روانو ظلمونو تفصيلاتو نه خبر كړې شول۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د برتانيې پشول ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستاني كميونټۍ ته ممكنه سهولتونه وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ د تحريک انصاف د برتانيه پلاوي خارجه وزير له د پارټۍ د چارو پحقله بريفنګ وركړو
16 لکه پاکستاني نژاد برتانوي وګړي دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو كښې اهم كردار لوبوي۔ د شاه محمود قرېشي په لندن كښې په پاكستاني هائي كمېشن كښې د پي ټي آئي برتانيه پلاوي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania