اسلام آباد۔6جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د يو قام په حېث مونږ د نبي اكرم ﷺ په تعليماتو عمل كولو سره مخ په وړاندې تللې شؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د دې خيالاتو څرګندونه هغه نوموړي مذهبي سكالر مولانا طارق جميل سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې وزيراعظم سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښی د قومي رحمت للعالمين اتھارټي مجوزه كردار سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا اتھارټي زمونږ د خوږ پېغمبر حضرت محمد (ص) د رياست مدينه بنيادي اقدارو او د سيرت النبي (ص) په زړه پورې تعليماتو په رڼا كښې د ځوانانو كردار سازۍ لپاره جوړه كړې شوې ده۔ ملاقات كښې وزيراعظم ووئيل مونږ د يو قام په حېث د حضور نبي كريم (ص) په تعليماتو عمل كولو سره پرمختګ كولې شؤ۔ مولانا طارق جمیل د ریاست مدینه فلاحي ماډل نافذ كولو سره سره د نبي علېه السلام د تعليماتو په رڼا كښې د ځوانانو به كردارسازۍ زور راوړلو له د وزيراعظم د هڅو ستائنه وكړه۔
د يو قام په حېث مونږ د نبي اكرم ﷺ په تعليماتو عمل كولو سره مخ په وړاندې تللې شؤ۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن