اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د غلو د ټولګي يو سماعت په اسلام آباد هائي كورټ كښې ؤ او بل ئې د اېنټي كرپشن په عدالت كښې ، د مريم صفدر او شهباز شريف چغې اورېدلې شوي، د كميشن په پېسو نواز شريف په لندن كښې فلېټونه اخستي ، مريم صفدر هره ورځ بيان بدلوي، دا د اېن آر او په لټون دي خو اېن آر به ترلاسه نه كړي. د زيارت په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په پانامه سكېنډل كښې درې ځل د وزيراعظم پاتې شوي نواز شريف زوې حسېن نواز وائي چې الحمدلله فلېټونه زمونږ دي او بېنيفشل اونر مريم ده. فرخ حبيب ووئيل مريم صفدر په كال 2011م كښې دروغ وئيلي وو او دا عمران خان نه بلكې د هغې ورور په ټي وي څرګند كړي وو. ده ووئيل د ټولو قيصو اورولو نه پس يو قطري خط منظر ته راغلے خو قطرې هم د دغې خط منلو لپاره د پاكستان عدالتونو ته نه دے وړاندې شوے.وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل عمران خان په عدالت كښې د 40 كاله ژوند حساب وركړے كه هر څو هغه كله پبلك آفس هولډر نه وو پاتې شوے. وزير مملكت ووئيل عمران خان كفايت شعاري كړې، كوم كېمپ آفس ئې نه دے جوړ كړے، په خپل كور كښې اوسي، هغه هېواد لپاره د فخر سبب ګرځېدلے
د مريم صفدر او شهباز شريف چغې اورېدلې شوي، د كميشن په پېسو نواز شريف په لندن كښې فلېټونه اخستي، مريم صفدر هره ورځ بيان بدلوي، دا د اېن آر او په لټون دي خو اېن آر به ترلاسه نه كړي. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب مېډيا سره
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ