اسلام آباد۔4مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر ٬ د آزاد كشمير وزيراعظم او د آصف علي زرداري په شمول د ټولو اتحادي ګوندونو مشرانو او اعلی وزيرانو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغوي ته يۍ د كوچني اختر مباركي وركړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر ډاکټر عارف علوی سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده ته ئې د كوچني اختر مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د آزاد جموں و کشمیر وزیر اعظم سردار تنویر الیاس ته هم ټېلېفون وكړو او هغه ته ئې هم د اختر مباركي وركړه۔ وزیراعظم په مقبوضه جموں وكشمير كښې د اختر په لمونځ د بندېز غندنه كولو سره د خپلې رائې كارولو حق ترلاسه كولو پورې د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ دغسې وزيراعظم د سندھ ٬ خېبر پختونخوا او د ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو او د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر ته هم د كوچني اختر مباركي وركړه۔ د بلوچستان اعلی وزير د بهر هېواد په دوره د تللو له امله هغه سره خبرې ونشوې۔ وزیراعظم شهباز شریف د ټولو ګوندونو مشرانو ته هم د اختر مباركي وركړه او هغوئي لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم پخواني صدر آصف علي زرداري ٬ دپاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن ته هم د اختر مباركي وركړه۔ مولانا فضل الرحمن وزيراعظم ته د سعودي عربستان او متحده عرب امارات كاميابې دورې په كولو مباركي وركړه۔ وزیراعظم د جماعت اسلامي امير٬ د مواصلاتو وفاقی وزیر مولانا اسعد محمود، محسن داوړ، خالد مقبول صدیقی، سردار اختر مېنګل، علامه ساجد میر او خالد مګسي سره هم ټېلېفوني تماس ونيولو او دوئي ته ئې د اختر مباركي وركړه۔ دغسې وزیراعظم شهباز شریف محمود خان اچکزئی، علی نواز شاہ، شاہ زېن بګټی، اسلم بھوتانی او چوهدری سالک حسېن ته هم د كوچني اختر مباركي وركړه۔ وزیراعظم د چوهدری سالک حسېن نه د چوهدري شجاعت حسېن د صحت تپوس پوښتنه وكړه او هغه لپاره ئې د نېكو هيله څرګندونه وكړه۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف صدر ٬ د آزاد كشمير وزيراعظم او د آصف علي زرداري په شمول د ټولو اتحادي ګوندونو مشرانو او اعلی وزيرانو ته ټېلېفون ٬ د كوچني اختر مباركي
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی