ګوجرانواله 03 جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چې تېر حكومت د سي پېك پروژو ته پام نه دے كړے، عمران خان په سياسي انتقام كښې هېواد او قوم ته زيان رسولے، تېر حكومت يو مېګاواټ برېښنا هم په نظام كښې نه ده شامله كړې، د عمران خان نااهلې په وجه د هېواد معيشت سخت ځپلې شوے، كله چې مونږ حكومت سنبال كړو نو ګڼ شمېر پاور پلانټس بند وو كوم چې فعاله كولې شي. د ګېپكو په هېډكوراټرز كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل چې تېر حكومت د سي پېك پروژو ته پام نه دے كړے، عمران خان په سياسي انتقام كښې هېواد او قوم ته زيان رسولے، تېر حكومت يو مېګاواټ برېښنا هم په نظام كښې نه ده شامله كړې. ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد استحكام لپاره شپه ورځ كار كوي. ده ووئيل چې سولر پېنل لپاره جامع پېكج تيارولې شي، وزيراعظم به په راتلونكو څو ورځو كښې د سولر پروژې اعلان وكړي او سركاري ودانې به په شمسي توان منتقل كړې شي.
تېر حكومت د سي پېك پروژو ته پام نه دے كړے، عمران خان په سياسي انتقام كښې هېواد او قوم ته زيان رسولے، تېر حكومت يو مېګاواټ برېښنا هم په نظام كښې نه ده شامله كړې. د توان وفاقي وزير خرم دستګير
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ