اسلام آباد۔28اکتوبر (??ے پي پي )د پارلیماني چارو او د قانون وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ وئېلې دي د روس او پ??کس??ان اړېكې بېلا بېلو څانګو كښې په نزدې مرسته اډاڼه دي، د دواړو هېوادونو تر مينځه د توان او مواصلات بشمول د بېلو منصوبو په مرسته كار كېږي ، پ??کس??ان د سيمه ايز او نړيوال امن و استحکام لپاره د روس سره په ګډه كار كول غواړي ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د روس د فیډریشن کونسل سپیکر ویلنټینا آئي مټوینکو د خطاب په مننه كولو كښې ده ووئېل د روسي فیډریشن د سپیکر سېنېټ ته خطاب خوش آئند دے، د هغوي د پلاوي سېنېټ ته راتګ او د دوي كوربه توب كول د درناوي خبره ده ، دا د پاک۔ روس اړيكو يوه غوره لمحه ده ،ده ووئېل د سینیټ آف پ??کس??ان د اړخه د ګرانو مېلمنو ?? خبرو او راتګ شکرګزار يوو كومې چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ او مرستې عکاس دي ، ده ووئېل دا د دواړو هېوادونو تر مينځه د بین الپارلیماني اړيكو د يو نوي باب آغاز دے ۔ ده ووئېل مونږ د سینیټ آف پ??کس??ان او د روس فیډریشن کونسل سره د مفاهمت په یادداښت لاس ??يك كړے دے٬ دا لوظ نامه به د دواړو هېوادونو تر مينځه د پارلمانونو تر مينځه د نزدې مرستې لا زياتولو له مرستياله وګرځي۔
پاکستان د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د روس سره په ګډه كار كول غواړي ، اعظم نذیر تارړ
लकी रैबिट इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट लिंक
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت