اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي حكومت ځايې صنعتكارو ته آسانۍ وركول غواړي٬د ځايې صنعت ??دې او مخې ??ه شوو مسئلو حل كولو لپاره سنجي??ه هڅې كوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان ليدر اينډ فټ ويئر كون??ل استازو سره د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل د نن ملاقات بنيادي مقصد د كونسل بيا تشكيلول دي او دا فعاله او موثر جوړول دي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت ځايې صنعت ??ښې باور پیدا كولو او مرستې وركولو لپاره عزم لري۔په دې موقع د پاكستان ليدر اينډ فټ ويئر كونسل چيئرمېن چوهدري ذوالفقار حيات د وفاقي وزير وژن وستائېلو۔ده ووئيل د كونسلو خپلواكه جوړولو څخه د سوداګرې ورورولۍ او صنعت ډاډګيرنه شوې۔ذوالفقار حيات ووئېل په وړومبي ځل يو وزير په حقيقي توګه دا كونسلونه خپلواكه جوړولو په اړ?? فكر لري۔ده ووئيل د كونسلونو لپاره د يو سېكرټرېټ جوړولو ضرورت دے كوم ته چې د تجارت وزارت لخوا بشپړه مرسته ترلاسه وي او د سباؤن اقدامات مخ په وړاندې بوتللو لپاره د يو بلټ ان ميكانزم سره كار وكړي۔
د ځايې صنعت ودې او رامخې ته مسئلو حل لپاره سنجيده هڅې كوو ۔وفاقي وزير جام كمال خان
Wild Hell Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ