لاهور۔26فروری(اے پی پی) د پنجاب نوې ټاكلې وزيراعلی مريم نواز ګردې صوبې لپاره يو شمېر اعلانونه كولو سره وئيلي دي هغه به په پنجاب كښې هېلتھ کارډ بحال او په 12اوونيو كښې به ائیر اېمبولېنس سروس پېل كړي ٬ د پنجاب د ټولو روغتونونو په اېمرجنسي كښې به نن څخه وېړيا داروګان وركو??ې شي٬ روژې مباركې لپاره د نګهبان په نامه يو ريليف پېكج جوړ كړے شوے ، مستحقينو ته به خپل حق د هغوي تر درشل رسو??ې شي٬ د بې وزله ذهينو زده كوؤنكو د فيس بوج به پنحاب حكومت پورته كوي٬ په پنجاب كښې به لږ تر لږه 5 آئي ټي سېنټرز جوړو??ې شي٬ ځوانانو ته به الېکټرک موټر بائیکس وركو??ې شي٬ په 18 ښارونو كښې به سېف سټی پراجېکټس جوړو??ې شي٬ په ټولو ډویژنل هېډ کوارټرز كښې به مېټرو بس سروس پېل كو??ې شي٬ لږه برېښنا كارونكو صارفينو له به په قسطونو سولر پېنل وركو??ې شي۔ دې د ګل په ورځ د پنجاب اعلی وزېرې ټاكلې كېدو څخه وروستو د پنجاب اسمبلۍ ته خطاب كولو۔ دې ووئيل په پنجاب كښې پالېسي جوړول دي٬ سوګند پورته كولو څخه وروستو به د مسلم ليګ (ن) په منشور نن څخه عمل پېل كړم۔ دې ووئيل زه په زړه كښې د انتقام اغستو كومه جذبه نه لرم٬ يواځې د مسلم ليګ ن نه بلكې د 12 كروړه اولس اعلی وزېره يم۔ دې ووئيل دا د قدرت نظام دے اول انسان سختو سره مخ كړي او بيا ورته عزت وركړي۔ دې ووئيل اپوزيشن غړي بايد په جمهوري عمل كښې شامل شوي وو۔ دې ووئيل اپوزیشن لپاره به هم زما د دفتر دروازې پرانستې وي۔ دې ووئيل دې منصب لپاره په نامزد كولو د خپل پلار نواز شريف او د ګوند صدر شهباز شريف مننه كوم۔ دې ووئيل ما وړاندې هم دا وئيلي وو مونږ به سپېځلې نظام رامخې ته كوؤ٬ د كرپشن مخنيوي لپاره به سسټم راوړو٬ زما هېلپ لائن به اولس او هرې طبقې لپاره پرانستے وي۔ دې ووئېل رمضان المبارك لپاره د نګهبان په نامه يو ريليف پېكج جوړ كړے شوے ، مستحقينو ته به خپل حق د هغوي تر درشل رسو??ې شي۔ دې ووئيل د مياشتې 60 زره تنخا اخستونكي مستحقين دي ٬ د دوئي مرسته زمونږ فرض دے۔ دې ووئيل پنجاب اېجوکېشنل انډوومنټ فنډ به زياتوؤ۔ دې ووئيل د انټرن شپ لاندې به ځوانانو ته 25 زره روپۍ وركو??ې شي۔ دې ووئيل مونږ به ځوانانو ته سود څخه پاك قرض وركوؤ۔ ځوانانو ته به لېپ ټاپس وركو??ې شي۔ دغسې دوئي ته به الېکټرک موټر بائیکس وركو??ې شي۔ دې ووئيل په سركاري سكولونو كښې دې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو د زده كړو معيار د نجي سكولونو د معيار برابر وي۔ دې ووئيل هرې يوې م??رم??ې ته محفوظ ماحول وركول زما ذمه واري ده٬ څومره قرضې چې سړو ته وركو??ې شي دومره بايد م??رم??و ته هم وركړې شي?? مريم نواز ووئيل كرونده ګرو ته به نوې مشينرۍ وركو??ې شي۔ دې ووئيل د سمندر پورې پاکستانیانو مسئلې به هم په ترجيحي بنيادونو حل كو??ې شي
پنجاب كښې به هيلتھ كارډ بحال كړے شي ٬ په 12 اوونيو كښې به ائیر اېمبولینس سروس پيل كړے شي ٬ روژې مبارکې لپاره نګهبان پيكج ، 5 آئي ټی سينټرز به جوړولې شي ٬ په منشور به د نن څخه عملدرآمد پيل شي٬ د پنجاب نوې ټاكلې شوې اعلی وزېره مريم نواز
Enjoy shopping official entertainment APP
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ