د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې د 7 خواري كښو د وژلو غندنه وكړه


اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ګوادر كښې د ترهګرۍ په پېښه كښې د 7 خواري كښو د وژلو غندنه كولو سره په دغې د خفګان څرګندونه كړې۔ وفاقي وزير غمژنو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونې كولو سره ووئيل ستاسو په غم كښې برابر شريك يو٬ د غم په دې ګهړۍ كښې مونږ غمژنيو كورنيو سره ولاړ يو۔ ده ووئيل بې ګناه وګړي قتل كوٶنكي د انسان بللو حقدار نه دي٬ ده ووئېل ټول قام د ترهګرۍ د لعنت د بشپړه خاتمې عزم لري۔