اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) پاکستان د هندي چارواكو لخوا په مقبوضه جمو و كشمير كښې د لوي اختر په اجتماعاتو او د څاروو په قربانۍ د بندېز غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې پاکستان مقبوضه جمو و كشمير كښې د لوي اختر په اجتماعاتو او د څاروو په قربانۍ د بندېز په س??تو ټكو غندنه كوي٬ د اسلامي تاريخ په اهمه ورځ د اختر لمونځ او په مذهبي اجتماعاتو بنديزونه د هندي واكدارانو د مقبوضه كشمير د مسلمانانو د جذباتو د توهين او تعصب عكاسي كوي٬ دا د مذهبي آزادۍ د بنيادي حق ښكاره خلاف ورزي ده٬ پاکستان په نړيوالې ورورولۍ٬ ملګرو مل??ونو او د بشري حقونو په نورو ادارو زور رواړي ھغوي دې د كشميري اولس د مذهبي او آزادۍ د حق غصب كولو او د نړيوال قوانينو او کنونشنز د خلاف ورزو نوټس واخلي٬ هند له په دې حقيقت پوهېدل پكار دي چې په دې ډول اقداماتو د كشميريانو خواهش او د غېر ??انوني هندي قبضې څخه د آزادۍ جذبات غلې كېدې نشي٬ پاکستان د کشميريانو د پېائش حق او د خپلواكۍ حق مل??تړ لپاره د عزم پخلې كوي د كومې چې د ملګرو مل??ونو د سلامتي كونسل په ق??ار??اد??نو كښې لوظ شوې دې۔
پاکستان د هند په جمو و كشمير كښې د لوي اختر په اجتماعاتو او د څاروو په قربانۍ د بندېز غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha