لاهور 13 فروري (اے پي پي) د پاكستان او افغانستان په تجارت كښې د اسانيې په اړه د كمېټې چيئرمېن رياض احمد وئيلي دي چې د حكومت لخوا د افغانستان څخه په درآمد كېدونكو څيزونو د كسټمز ډيوټيز خاتمه خوشبينه ده خو بايد په دې كښې رجسټرډ امپورټرز سره كمرشل امپورټرز هم شامل كړے شي. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د افغانستان څخه په درآمد كېدونكو څيزونو د كسټمز ډيوټيز خاتمه خوشبينه ده خو بايد په دې كښې رجسټرډ امپورټرز سره كمرشل امپورټرز هم شامل كړے شي. دې سره به نه يوازې په افغانستان د لكونو په شمېر د هنر مندانو روزګار مستحكم شي بلكې زمونږ صنعت به هم وده وكړي. د لاسي جوړېدونكو قالينو جزوي تيار خام مال د افغانستان د هنر مند لېبر د لارې تيارولې شي او د كمرشل امپورټرز شاملولو سره به د پاكستان د لاس جوړېدونكو قالينو صنعت وده وكړي.
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا