اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وزيرمملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا وئېلي دي حكومت د معيشت استحكام٬مالياتي لچك او معيشت بحالۍ لپاره اصلاحات كوي٬د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بانك كردار د ستائنې وړ دے۔دې دا خبره په پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن سره د ملاقات په مهال كړې۔د نړيوال بنك كنټري ډائرېكټر وزيرمملكت د ډوېلپمنټ پالېسۍ فنانسنګ او رائز ټو پروګرامونو په اړه خبر كړه او وې ووئېل د نړيوال بېنك په مرسته دواړه پروګرامونه په هېواد كښې د اقتصادي او مالياتي اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره پېل كړے شوي ۔وزير مملكت د نړيوال بېنك ډله د رائز ټو پروګرام لپاره د وړاندې كړو اقداماتو څخه خبر كړه۔دې ووئيل حكومت د دې پروګرام د اهميت نه خبر دے۔دې ووئيل حكومت په هېواد كښې مالياتي اصلاحات لپاره لوظي دے۔دې ووئيل حكومت د معيشت استحكام٬مالياتي لچك او معيشت بحالۍ لپاره اصلاحات كوي
حكومت د معيشت استحكام٬مالياتي لچك او معيشت بحالۍ لپاره اصلاحات كوي۔د وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش