اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د رومانيه دورې بشپړیدو نه پس د ګل په ورځ په دوه ورځنۍ دوره سپين ته روان شوے ۔د بخارسټ په نړيواله هوائي اډه په رومانيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال او د رومانيه خارجه وزارت سينئر چارواكو خارجه وزير رخصت كړو۔خارجه وزير د رومانيه دورې په مهال د رومانيه وزيراعظم مسټر نكولاﺀ چيوكا٬د رومانيه خارجه وزير بوګدان اوريسكو او د رومانيه د اقتصاديات وزير فلورين اسپاتارو سره ملاقاتونه كړي۔په دې ملاقاتونو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستلے شوے۔خارجه وزير د رومانيه دورې په مهال د پوليټينيكا يونيورسسټۍ آف بخارسټ سره د پاكستان زده كوونكو ته په مستقل بنيادونو د سكالرشپ وركولو او فېډرېش آف پاكستان چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري او د رومانيه چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري ترمينځه د مرستې په اړه په دوه لوظ نامو لاس ليك هم كړے
خارجه وزير شاه محمود قرېشي د رومانيه څخه سپين ته روان شو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ