اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري٬ په يوه اونۍ كښې دې په بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د هغوي په ضد دې قانوني كا??روائي وكړې شي٬ د داخله ??زي?? په مشرۍ كښې دې د قاچاق مسئلې تلپاتي حل لټولو له كمېټي جوړه كړې شي?? د ??زي??اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ??زي??اعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د بشري قاچاق مخنيوي له د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روانې مياشتې په مهال يونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو كشتۍ ته ورمخې ته شوې پیښه بندې د مشتاق سكھيرا په مشرۍ كښې د جوړې كړې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو۔ ??زي??اعظم د بشپړ رپورټ په مرتب كولو د مشتاق سكھيرا مننه وكړه۔ ??زي??اعظم هدايت وكړو چې په يوه اونۍ كښې دې بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د دوئي په ضد دې قانوني كا??روائي وكړې شي?? ??زي??اعظم په بشري قاچاق كښې د ككړو په ضد د استغاثې عمل لا فعاله كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم پوښتنه وكړه چې په بشري قاچاق كښې د ككړو كسانو سهولت كا??و سركاري چارواكو په ضد تر دې دمه تاديبي كا??روائي ولې ونكړې شوه؟ وزیراعظم هدایت وكړو چې بهر هېوادونو ته تلوونكو ټولو وګړو لپاره دې د وېزې كره كتنه او نور قواعد او ضوابط فعاله كړې شي٬ حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق بشپړه خاتمې له لوظي دے۔ وزیراعظم د داخله ??زي?? په مشرۍ كښې د بشري قاچاق مسئلې حل لټولو له د كمېټۍ جوړولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې بشري قاچاق په ضد د پورته كړے شوو ګامونو په اړه ??زي??اعظم ته بريفنګ وركړو۔ په غونډه کښې د روانې مياشتې په مهال یونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو د کشتی پېښه كښې د مړو شوو پاكستانيانو شناخت او د هغوی مړي وطن ته رارسولو كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه کښې د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ، خصوصی مرستیال طارق فاطمی او د اړوندو ادارو نور اعلی چارواكي موجود وو۔
حكومت د بشري قاچاق خاتمې لپاره عزم لري ٬ په يوه اونۍ كښې دې په بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي: وزيراعظم شهباز شريف
इलेक्ट्रॉनिक जांच आधिकारिक मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس