ماسکو۔3اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او ??واصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او ??ورو من??وب?? كښې مرستې له خوښي لرؤ٬ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سرمايه كارۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په روسيه كښې د پاكستان سفير خالد جمالي او ??شران چارواكي هم وفاقي وزير عبد العليم خان سره موجود وو۔ په ملاقات كښې د ټرانسپورټ وزير رومان سټاراووت او د صنعت او تجارت دوهم وزير الېکسی ګروزدیف هم شامل وؤ۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې۔ په ملاقات كښې په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او روسيه ترمينځه په تجارتي ٬ معاشي او د دوه اړخيزه مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه په كال 2022 كښې په شوې ا??ټر??ېشنل روډ ټرانسپورټ لوظنامه غور اوشو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او ??ورو من??وب?? كښې دوه اړخيزه مرستې له خوښي لرؤ٬ پاكستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک پاكستان لپاره د بشپړه مرستې او د خېر سګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په نارتھ ساؤتھ ا??ټر??ېشنل ټرانسپورټ کورېډور كښې د پاكستان خوښي لرل د ستائنې وړ ده۔ دا به د یورو ایشیا او ??طبي او سوئيلي هېوادونو ترمينځه تړون لپاره په زړه پورې تجارتي روټ وي۔ په ملاقات كښې د روسيه او ??استان بېلو څانګو ترمينځه د خبرو اترو په روانو ساتلو موافقه هم وشوه
د سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره ملاقات ٬ په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو خبرې
Live casino honest betting website
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم