اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي و??ير عطاء الله تارړ وئيلي دي په كراچۍ كښې د جولائي او اګست په مياشتو كښې د معمول نه زيات بارانونه شوي٬ كراچۍ كښې د اوبو ويستلو مسئله شته ٬ كے-اليكټرك د احتياطي اقدامات له مخې 300 فيډر بند كړي، كومې پېښې چې رامخې ته شوي د ھغې تعلق د باران سره دے، په دې كښې د كے-اليكټرك بې غوري نه ده موندلې شوې، لوډ شيډنګ يوازې په ھغه سيمو كښې كېږي چرته چې د بجلۍ غلا يا لائن لاسز زيات دي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سيد امين الحق، محمد معين عامر پيرزاده، نكهت شكيل خان ا?? د ??عنا انصار د كے ۔اليكټرك پحقله د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې وفاقي و??ير ووئيل په كراچۍ كښې د اوسنو بارانونو له امله د كے-اليكټرك د احتياطي اقدامات له مخې په 1880 كښې 300 فيډرز بند كړې شوي٬ دا فيډرز په ھغه سيمو كښې بند كړې شوي چرته چې د اوبو ويستلو مسئله وه۔ ده ووئيل د جولائي او اګست په مياشتو كښې د معمول نه زيات بارانونه شوي٬ د كرنټ لګېدو له امله يو پېښه هم نه ده رامخې ته شوې٬ 24 داسې پېښې را??خئ ته شوي كومې چې په كورونو كښې دننه د وائرنګ او شارټ سركټ په سبب رامخې ته شوي، يو اېف آئي آر درج شوے او تحقيقات ئې شوي چې پكښې د كے۔ اليكټرك بېڅ غوري نه وه۔ ده ووئيل په كراچۍ كښې د رامخې ته پېښو له امله 24 كسان مړه شوي۔ وفاقي و??ير ووئيل موجوده حكومت ??ه هېواد كښې د بجلۍ نظام سمولو لپ??ره اقدامات كوي٬ په ھغه سيمو كښې لوډشېډنګ كېږي چرته چې د بجلۍ غلا او يا لائن لاسز زيات دي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف ته د كے۔اليكټرك پشمول د بجلۍ وېش كوونكو نورو كمپن?? د ??لاحيتونو زياتولو په اقدامات پرله پسې بريفنګ وركوٶ۔ ده ووئيل د كپيسټي مسئل بېخي نشته، ځينې مسئلو كښې د ټيكنيكل فالټ په سبب لوډشېډنګ كېږي٬ چې ټيكنيكل فالټ نه وي نو د لائن لاسز يا د بجلۍ غلا په سبب لوډشېډنګ كېږي۔ وفاقي و??ير ووئيل كے-اليكټرك د سولر او ونډ پاور پراجيكټس په حواله خپل صلاحيت زياتولو لپ??ره هڅې كوي٬ په دې كښې اووه بډز راغلي ٬ د سپېځلې تګلارې تر مخه به سولر او ونډز پاور پراجيكټ به لګولې شي، دې سره به د كراچۍ زياتې مسئلې حل شي۔ ده ووئيل د كپيسټي پے منټس پحقله نيشنل ټاسك فورس جوړ كړے شوے كوم چې د آئي پي پيز په نظام نظرثاني كوي٬ د كے۔ اليكټرك په منصوبو به هم ټاسك فورس نظرثاني كوي٬ چې كوم تحفظات وي ھغه به لرې كولې شي۔ وفاقي و??ير ووئيل د هرې ادارې د بجټ په جوړولو كښې د آپريشنز او مينټي نينس لپ??ره جلا فنډز مختص كېږي، دغه فنډز په مرمت او نورو كارونو خرڅ كېږي۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې په خېبر پښتونخوا كښې ځېنې خلقو په ګرډ سټېشن بريد وكړو او او په زبردستۍ ئې فيډرز آن كړل، وزيراعليٰ سره په ښه ډول چارې روانې وې٬ په كوم ډول چې په ګرډ سټېشن بريد وكړے شو او فيډرز آن كړے شوے دا د لوي پېښې سبب جوړېدې شي٬ خدائے دې نه كړي كه يو ګرډ سټيشن ټرپ شو نو دې سره به لوي زيان اوشي۔ ده ووئېل پيسكو په دې معامله د قانوني كاروائۍ پرېكړه كړې د، مونږ درخواست كوٶ چې دا معامله دې په خبرو اترو حل كړې شي، په ګرډ سټيشن بريد كول د يوې مسئلې حل نه دے۔
د بارانونو په مهال كے-اليكټرك د احتياطي اقدامات له مخې 300 فيډر بند كړي٬ كومې پېښې چې رامخې ته شوي د ھغې تعلق د باران سره دے، په دې كښې د كے-اليكټرك لبې غوري نه ده موندلې شوې۔ د وفاقي وزير عطاءالله تارړ قامي اسمبلۍ ته ځواب
जिया इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग लिंक
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria