اسلام آب??د 04 (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د چاودنو په نتيجه كښ?? په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره وئېلي دي د غم په دې سخت وخت كښې د ورور هېواد ايران سره ولاړ يو۔ده ووئيل د ټولو پاكستانيانو زړونه په داسې سخت وخت كښې د خپل ايرانيانو وروڼو لپاره درزېږي٬د انسانيت په ضد ناوړه كاروائيو كښې ككړ ټول ش??خوښي عناصر تر خپل انجام رسولو هر مم??نه هڅې كول پكار دي۔د سېنېټ چيئرمېن د چاودنو په نتيجه كښ?? په حق رسېدلو كورنيو سره د يووالي او د غمر??زۍ څرګندونه وكړه او دعا يې وكړه چې لوي څښتن د?? په حق رسېدلې كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او ژوبل شويو له روغ صحت وركړي۔د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي٬د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكتر شهزاد هم د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو كښې غندنه كړې ۔دوي ووئيل په دې سخت وخت كښې ورور هېواد ايران سره د يووالي څرګندونه كوو۔دوي په خپلو جلا جلا پیغامونو كښې د چاودنو په نتيجه كښ?? په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمر??زۍ څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كړې ۔
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ايران په كرمان ښار كښې د چاودنو په سختو ټكو غندنه وكړه
Robbery Bet Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج