اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاكستان او متحده عرب امارات په مډل ايسټ نارتھ افريقه ??ښې تر ټولو لويې تجارتي همكاران دي او د دوئي كلن تجارتي حجم 9 اربه ډالره دے٬ د ملګرو ملتونو سرمايه كار دې پاكستان ??ښې د سرمايه كارۍ نوې موقعو څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ” ګلف ټو ډے” سره مركه ??ښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د پياوړې اړيكو بنياد ارواښاد شېخ زېد بن سلطان النهيان اېښودلے وو او وخت تېرېدو سره سره دا اړيكې ??ا ژورې شوې۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او متحده عرب امارات په مډل ايسټ نارتھ افريقه ??ښې تر ټولو لويے تجارتي همكاران دي او د دوئي كلن تجارتي حجم 9 اربه ډالره دے٬ د ملګرو ملتونو سرمايه كار دې پاكستان ??ښې د سرمايه كارۍ نوې موقعو څخه استفاده وكړي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د انفارمېشن ټېكنالوجي ٬ مصنوعي ذهانت او مالياتي ټېكنالوجۍ په شمول په بېلو څانګو ??ښې د همكارۍ زياتولو پراخه موقعې او امكانات موجود دي۔ د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه كال 23 ۔ 2022 د دوه اړخيزه تجارت حجم 9 ارب ډالره او اماراتو لپاره د پاكستان برآمدات 1.4اربه ډالرو ته رسېدلي دي كوم چې په تېرو 5 كلونو ??ښې تر ټولو زيات دي۔ د يو اے اي په پاكستان ??ښې دسرمايه كارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې وزيراعظم ووئيل په پاكستان ??ښې په پېلو څانګو ??ښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كول د حكومت په لومړو ترجيحاتو ??ښې شامل دي۔ په پاكستان ??ښې د يو اے اي په شمول د نړۍ بېلو هېوادونو لپاره د سرمايه كارۍ او خپل كاروبار زياتولو پراخه موقعې شتون لري٬ پاكستان هر ډول سرمايه كارۍ ??ه هركلې وائي۔ ده ووئيل دا مهال پاكستان ??ښې يو زر ملټي نېشنل كمپنۍ منافع ترلاسه كوي او زياتره نړيوالې كمپنۍ د پاكستاني كمپنيو څخه زياته منافع ګټي۔ ده د متحده عرب امارات په سرمايه كارو زور راوړو چې هغوي په پاكستان ??ښې د سرمايه كارۍ نوؤ موقعو څخه استفاده وكړي او پاكستان سره خپلې كاروباري او تجارتي اړيكې زياتې كړي۔ ده ووئيل د اېس آئی ایف سی تر اهتمام لاندې دبئی ??ښې ” دی پاکستان انوسټمنت روډ شو” كولو سره نړيوالو سرمايه كارو ته پاكستان ??ښې د سرمايه كارۍ كولو ترغيب وركولو ??ښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې وزيراعظم ووئيل پاكستان په دبۍ ??ښې د کوپ۔28 په كوربتوب كولو د متحده عرب امارات د هڅو ستائنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل د موسمياتي بدلونو حوالې سره دا پرېكنده لسيزه ده او كه ضروري اقدامات ونكړې شول نو صورتحال به ناوړه شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د ګڼي چې د موسمياتي بدلونونو دلاسه د رامخې ته شوي زيان ازالې او ماحول دوسته توان پلو منتقلۍ لپاره پرمختګ كوؤنكو هېوادونه تر كال 2030 هر كال 2.4 ټريلين ډالره ته اړتيا لري۔ په يو اے اي ??ښې د مېشته پاكستانيانو د كردار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې وزيراعظم ووئيل په يو اے اي ??ښې مېشته پاكستانيان پاكستان لپاره قيمتي زر مبادله رالېږلو سره د پاكستان په معيشت ??ښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان نه پس تر ټولو زيات ترسيلات زر د متحده عرب امارات لخوا پاكستان ته كېږي۔ د تېرو 5 كلونو په مهال یو اے ای څخه د 28.4 ارب ډالرو ترسيلات زر شوي دي۔ په يو اے اي ??ښې 1.8 مل??ن پاكستانيان مېشته دي۔ ده ووئيل د 24 ۔ 2023 په اولنيو څلور مياشتو ??ښې د پاكستانيانو لخوا رالېږلې شوي ترسيلات 8.8 اربه ډالر ريكارډ كړې شوي دي په كومو ??ښې چې 1497.6 مل??ن ډالره يو اے اي څخه رالېږلې شوي دي۔ ده ووئيل حكومت د سمندر پورې پاكستانيانو سهولت لپاره يو شمېر اقدامات كړې دي او دوئي لپاره يۍ د نېشنل ریمیټنس لائلټی پروګرام (اېن آر اېل پی)، روشن ډیجیٹل اکاؤنټ او سوهنی دھرتی ریمینټس په څير اقدامات كړي دي چې ورسره د ترسيلات زر په قانوني توګه منتقلي سوا شوې ده۔ ده ووئيل د غېر ملكي ملازمت لوظنامې رجسټرېشن لپاره اېکټیو بېنک اکاؤنټ لازمي ګرځولے شوے دے د دې مقصد لپاره په هر يو پروټېکټر آفس ??ښې د اكاؤنټ پرانستلو آساني برابر كړې شوې ده۔ ۔ بی ای او ای هم عصري او ډیجیټل جوړ كړے شوے دے۔
د متحدہ عرب امارات سرمایه كار دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ له نوې موقعو څخه استفاده وكړي ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ” ګلف ټو ډے” سره مركه
Lucky Mouse Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ