اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي په ګرد هېواد كښې د برېسټ كېنسر په اړه د خبرتيا پېغام هر كور ته د رسولو په حاجت زور راو??لو سره وئيلي دي چې د دې رنځ په وخت تشخيص سره د مرګونو شرح كمېدې شي۔ ده د برېسټ كېنسر په اړه د خبرتيا پروګرام ته خطاب كولو۔ صدر مملكت ووئيل مېرمن د كورنۍ مهمه غړې ده كومه چې بايد صحتمنده ٬ په مالي توګه اختيارمنده او په ټولنه كښې هر ډول ځورنې زياتي څخه وساتلې شي۔ ده ووئيل د هېواد مجموعي اقتصادي پرمختګ د مېرمنو په معاشي توګه اختيارمندې جوړولو سره تړلے دے۔ اولنۍ مېرمنې ثمینه علوی په مېرمنو زور راوړو چې هغوي دې د رنځ په وخت تشخيص باوري كولو له په خپله د درك لګولو طريقه زده كړي٬ د خپل ځان په خپله د معائنې كولو دې عادت جوړ كړي۔ د كمپائن كاميابۍ ??ښې د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره دې ووئيل ميډيا دې د دې رنځ په اړه اولسي ش??ور بېدارولو له خپل كردار دغسې روان ساتي۔ دې ووئيل هر كال نزدې 44000 مېرمنې د برېسټ كېنسر د لاسه د مرګ خلې ته ځي۔ د رنځ زر تشخيص كولو سره د مرګونو شرح كمېدې شي۔ د ورلډ هېلتھ آرګنائزېشن (ډبلیو اېچ او) کنټری استازي ډاكټر پالیتھا ګوناراتھنا مهیپالا دستورې ته خطاب كښې په پاكستان كښی د برېسټ كېنسر په اړه ش??ور بېدارولو كښې د صدر مملكت او ??ولنۍ مېرمنې كردار وستائلو
د مرګونو شرح كمولو له دې د برېسټ كېنسر په اړه د خبرتيا پېغام هر كور ته ورسولې شي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Unicorn Tips Entertainment Platform Entrance
APP36-231023
ISLAMABAD: October 23 - President Dr. Arif Alvi addressing a Breast Cancer Awareness program, at Aiwan-e-Sadr. APP/MAF/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی