اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر او د برتانيې د بشري حقونو هائي كميشن سېكنډ سېكرټري انتونيا مرے د جمعې په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے. په دې موقع د بشري حقونو سېكرټري افضل لطيف او د وزارت نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. وفاقي وزير د برتانيې د هائي كمشنر هركلے وكړو. ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو پراخه كولو له خواهش څرګند كړو. په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د بلوچستان مسئلې حل كولو ته پام لرنه كوم . ده ووئيل نړيوالې ټولنې ته به په مقبوضه كشمير كښې په روان جارحيت او د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو هند له خبردارے وركول وي. ده ووئيل په پاكستان كښې افغان كډوال ډېر په آزادې سره ژوند تېروي، زمونږ په ټولنه كښې د افغان جنګ نه پس د انتهاخوښې او عدم برداشت عنصر شامل شوے. د برتانيې هائي كمشنر ووئيل هغه پاكستان سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د دې د پراختيا ډاډګېرنه كوي.
د بشري حقونو وفاقي وزير ميا رياض حسېن پيرزاده سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر ملاقات
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ