اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښ?? تش د نامې د حد بندۍ كمېشن رپورټ مسترد كړے او وئېلې يې دي د پاكستان دريځ واضح دے چې هند د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو نه پس د نړيوال قوانين٬د څلورم جنيوا كنونشن او د جمو او كشمير شخړې په اړه د ملګرو م??تونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو س??ته خلاف ورزي كړې۔د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ووئي?? د ??ند لخوا د خپل غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات جائز ګرځولو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔د هندي اقداماتو م??صد د مقبوضه كشمير په نړيواله كچه تسليم شوے متنازعه حېثيت ته زيان رسول او د مقبوضه سيمې د آبادۍ ساخت بدلول دي چې دغسې په مقبوضه كشمير كښ?? د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدل كړے شي۔پاكستان او كشميرې اولس دا ټول اقدامات مسترد كړي۔وياند ووئيل دا رپورټ د بي جے پي حكومت كشميريان د اختيار او د رائے حق نه د محرومولو د مكروه پلان برخه ده۔ده ووئيل دا ټول مشق غېر قانوني دے او د ملګرو م??تونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو خلاف ورزي ده۔د پاكستان حكومت دا رپورټ په واضحه توګه مسترد كړے ۔وياند ووئيل په دې معامله د هند ناظم الامور ته يو س??ت ډيمارچ شوے كوم چې د مئي په پنځمه نېټه خارجه وزارت ته راغوښتلے شوے ؤ ۔ده ووئي?? د ??ئي په لسمه نېټه خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د سلامتي كونسل صدر او د ملګرو م??تونو سېكرټري جنرل سره د يو خط د لارې دا معامله پورته كړې۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل د 28مې نېټې نه تر 30مه نېټه د سعودي عرب دوره كړې٬دا د هغه د وزيراعظم په توګه وړومبۍ غېر ملكي دوره وه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ د تاريخي اړيكو عكاسي كوي۔وزيراعظم سره خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او پلاوې هم د سعودي ولي عهد په جده كښ?? د وزيراعظم هركلے كړے۔د دورې په پاې كښ?? جامع شريك بيان جاري كړے شوے ؤ ۔ وياند ووئېل وزيراعظم د دورې په مهال د او آئي سي سېكټري جنرل سره هم ملاقات كړے ؤ ۔د سعودي نه پس وزيراعظم د متحده عرب امارات دوره وكړه چرته چې ده د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات كړے ۔وياند ووئيل د بلاو بهټو زرداري د خارجه وزير د چوكۍ سنبهالولو نه پس سفارتي چارې بام ته رسېدلي۔خارجه وزير ته د مباركۍ ټېليفونونه راغلي۔وياند ووئي?? د ??اكستان حكومت او اولس په افغانستان كښ?? د سخت سېلاب په نتيجه كښ?? په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې۔د وزيراعظم په هدايت د مئي په 7 او 11مه نېټه د بېړنۍ مرستې دوه الوتكې مزار شريف ته لېږلې شوي۔پاكستان د اپرېل په 28مه او 29مه نېټه په مزار شريف او كابل كښ?? د ترهه ګرۍ د پېښو غندنه هم كړې۔وياند په مقبوضه كشمير كښ?? د هندي ظلمونو س??ته غندنه كولو س??ه ووئيل په دې وروستيو ورځو كښ?? لس كشميري ځوانان شهيدان كړی شوي۔ده د هند په كرناټك آيالت كښ?? په اذان كښ?? د خنډ اچولو د هندو انتهاخوښو په كاروائۍ هم سخت غبرګون ښودلے ۔وياند نړيوالې ټولنې ته ووئيل هغوي دې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره خپل كردار ترسره كړي
پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د حد بندۍ كمېشن رپورټ مسترد كړو٬د هند لخوا غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات جائز ګرځولو هڅې به كله هم كاميابې نه شي۔د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک